نتانیاهو: له مکرون سره مو ګټې په ټکر کې دي

نتانیاهو: له مکرون سره مو ګټې په ټکر کې دي


  • 1 مياشت دمخه (24/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 49

د اسرائیلو لومړي وزیر د فرانسې له ولسمشر ناهیلي او ناخوښي څرګنده کړې ده. 

بنیامین نتانیاهو ویلي چې د فرانسې له ولسمشر سره غږېدلی دی او په خبره یې چې د هغه له خبرو څخه ډېر ناهیلی شوی دی. 

نتانیاهو زیاته کړې چې په لومړیو کې د امانوېل مکرون له مرستو منندوی ؤ، خو وروسته پوه شو چې مکرون په تدریجي توګه له اسرائیلو سره په خپل چلند کې تغیر راولي. 

نوموړي همداراز ویلي، چې اوس یې ګټي له مکرون سره په ټکر کې دي. 

نتانیاهو داسې مهال له مکرون خپله نارضایتي ښکاره کړې، چې څه موده وړاندې مکرون اسرائیلو ته د وسلو د لېږد د مخنیوي غوښتنه کړې وه.