د میرمن بهیر د ۱۳۹۱کال د شپږمې غونډې ریپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعیمه (غني)
  • 1175

د میرمن کلتوري- ټولنیزبهیر نوبتي غونډه د ۱۳۹۱ کال د غویي د میاشتې په نهمه نیټه د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړو په تالار کې جوړه شوه غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د لیمې نیازي په ویندویي پیل شوه، د غونډې مشره نظیفه نیازۍ او میلمانه یې آغلې شکریه جلالزۍ، د ګارډین ورځپاڼې خبریاله پیغله ایوا او د هیواد تکړه لیکوالان او شاعران هریو ښاغلی داکتر احسان الله (درمل)،ښاغلی جاوید (اوربل)،ښاغلی نورګل(شفق) و.د غونډې په سر کې د کاري مسائلو په برخه کې وویل شول چې د له دې نه وروسته به میرمن بهیر خپلې نوبتي غونډې د پخوا په څير د ښوونې او روزنې په کلوپ کې تر سره کوي او د اړیکوله کمیټې نه غوښتنه وشوه چې دا خبر دې د بهیر ټولو غړو ته ورسوي تر څو د راتلونکې غونډې لپاره هلته تشریف راوړي،له هغې وروسته د ښاغلي احسان الله درمل له خوا د شعر د ځلور ګونو ابعادو په اړه یو په زړه پورې لکچر وړاندې شو چې د بهیر میرمنو هغه ډير ګټور وباله او غوښتنه یې وکړه چې دا لړۍ دې نوره هم وغځیږي.
د کره کتنې په برخه کې د بهیرد هڅانده غړې حوریې (سپیڅلې)شعر کره کتنې ته وړاندې شو چې په دې ډول و:
لاړمه د ژوند له هر ارمانه، بیرته نه راځم
اوښکه یم لویدلې،له ګریوانه بیرته نه راځم
تور پیکی مې ستا تر پښو لاندې خړ په خاورو شو
ستړې یم د مینې له کاروانه، بیرته نه راځم
نن دې چې انکار کاوه په ډاګه زه دې هیره وم
ځکه لرې تللې یم له تانه، بیرته نه راځم
کاشکې توره شپه وی د ماتم،زه د ژړا سره
ځړیکه شوم تیاره شوم له ماښامه بیرته نه راځم
کاش چې مې د سترګو په خبره پوهیدلی ته
لاړمه، د سترګو له بارانه بیرته نه راځم
حوره د اسمان وم خو ناتوانه له هر چا شومه
ماته شوم، ټوټې شوم له هر چانه، بیرته نه راځم
چې د شاعرې له یو،یو بیت قرائت سره د غونډې ګډون والو داسې نظرونه ورکړل:
حمیرا کاوون،ساهره شریف او شکریې کمالزۍ یې د شعر د لومړیو دریو بیتونو په اړه وویل د یوه ښکلی غزل لپاره یوه ښه شروع ده د شعر ټول اجزأ لکه وزن ،کافیه او ردیف ټول په کې شته د شاعرې خیال هم ډير اوچت دۍ چې دې کار د غزل د ښکلا سره مرسته کړې ده .
د شعر د څلورم بیت په اړه ښاغلي احسان الله درمل  وویل د شاعرې هدف په دې بیت کې  واضح نه ښکاري همداراز ګلالې امرخیل او هیلۍ احدي یې د دوهمې مسرې د کافیې ماتولو ته د نقد ګوته ونیوه نعیمې غني بیا مشوره ورکړه چې که دلته د تیارې سره د رڼا یادونه کړې وی نو ښکلی تضاد به رامنځ ته شوی و او ښایي چې د شاعرې هدف به هم  واضیح شوی و.
د شعر شپږم بیت هم لږ ځه ستونزه لرله او ښه ترکیب یې نه و رامنځ ته کړی چې د نورو په مشوره حوریې داسې اصلاح کړه
حوره د اسمان وم خو ناتوانه له هر چانه شوم
ماته شوم، ټوټې شوم له هر چانه بیرته نه راځم
له کره کتنې وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه ،د مشاعرې ویندویي دبهیر تکړه غړې زمزمې کوله،
په دې برخه کې د بهیر غړو هر یوې بلقیس محبوبي، شفیقه خپلواک، هیلۍ احدي، سونیتا مدبر، شکریه جلالزۍ، لیمې نیازۍ، تورپيکۍ مومند، حمیرا کاوون، زمزمې نیازۍ، ګلالي امرخیل،نظیفه نیازۍ، نعیمه غني او نورو خپل شعرونه ولوستل،غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.
د یادولو وړ ده چې په راتلونکې غونډه کې به د سونیتا مدبر په شعر کره کتنه وشي. د میرمن بهیر نورې غونډې به له دې وروسته بیرته د پوهنې وزارت په کلوپ کې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه بجه او دیرشو دقیقو جوړیږي.