د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو خلاف د فرانسې پلازمېنه پاریس کې لاریون کړی دی.
دوی همدا راز د پاکستاني حکومت له لوري د دغه غورځنګ د فعالانو نیول او شکنجه کول هم غندلي دي.
دوی د لاریون پر مهال پر پاکستان حکومت غږ کړی، چې خپلو روانو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.
لاریون کوونکو همدا شان چمن کې روان پرلت ته په اشارې ویلي، چې باید د دغو خلکو غږ واورېدل شي.
پيټياېم تر دې یوه ورځ مخکې بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان تاوتریخوالي خلاف لاریون کړی و.
پاکستان د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د غیر قانوني افغان کډوالو د اخراج پروسه پیل کړې ده.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کړی دی او د دوی شتمنۍ یې لوټلي دي.