برېتانیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی

برېتانیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی


  • 1 کال دمخه (10/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 525

د برېتانیا حکومت له خپلو اتباعو څخه غوښتي، چې د امنیتي کواښونو له کبله افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. 

د برېتانیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر ناوړه بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول د هوايي ډګرونو په شااوخوا کې د ترورېستي بریدونو جدي خطر شته.  

د بریتانیا حکومت وايي، د مذهبي مرکزونو په منځ او شااوخوا کې د روژې میاشتې په څېر د تروریستي بریدونو لوړ خطر شته.

بریتانیا خپلو وګړو ته ویلي، افغانستان ته سفر کول خورا خطرناک دی.

دغه حکومت په خپله اعلامیه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د برېتانیا قونسلګري نه‌شته او نه‌شي کولای چې برتانوي وګړو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

بل لورته سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.