سیاسي مرستیال: د ټولو قومونو په اړه یو شان مسوولیت لرو

سیاسي مرستیال: د ټولو قومونو په اړه یو شان مسوولیت لرو


  • 9 مياشتي دمخه (14/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 258

 

د ریارست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسوولیت لري.
نوموړي د اهل تشیع مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې ولس ته خدمات د دوی تر ټولو مهمه دنده ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په دې لیدنه کې کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه هم ډاډ ورکړی.

مولوي کبیر زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیا رامنځته او په کور دننه اقتصادي وده چټکه کړي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې وړمه ورځ د  اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب له کلید سره په خبرو کې ویلي وو، چې په کور دننه اقتصادي وده چټکه شوې او په دې برخه کې اسلامي امارت لویې لاسته راوړنې لري.