اسلام اباد:
له دوو خوېندو د عملیاتو په وسیله هلکان جوړ شول
د ایکسپریس تلويزیون د خبر له مخې، اسلام اباد کې د پیمز روغتون ډاکټر امجد چوهدري وايي: ''د ګجرات سیمې دوو خوېندو د جنسي آلو جوړښت غیر عادي و، پته نه لګېده چې د نر آلې که د ښځې. خو دغه جوړښت په انسانانو کې ډېر کم وي.''
هغه وايي: ''د مور او پلار په اجازه مو ورله د جنسي آلو عملیات وکړل چې هلکان ترې جوړ شول.''
هغه زیاتوي: دوی مو اوس له روغتونه رخصت کړي، په تمامه مانا هلکان دي او کورنۍ یې ډېره خوشاله ده.
هېره دې نه وي په دغه کورنۍ کې ټولې نهه تنه پېغلې دي، چې دوه ترې په معجزانه توګه د هلکانو جنس ته واوښتلې.
***