داعش ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې پرون ناوخته په خپل ټلیګرام کې ادعا کړې، چې په ورزشي کلب کې یې بم ځای پر ځای کړی و.
حکومتي چارواکو د کابل په لوېدیځ کې د دې چاودنې په پایله کې د ۴ کسانو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
خو په سیمه کې د دې پېښې عیني شاهدان بیا وايي، چې د دې چاودنې مرګ ژوبله څو برابره زیاته ده.
د يادونې وړ ده، چې داعش ډلې تر دې وړاندې هم د کابل په لوېدیځ کې، چې ډېرى شيعه ګان په کې ژوند کوي، د ورته چاودنو او ځانمرګو بريدونو مسؤليت منلى و.