د کاونډیو هېوادونو مجازي ناسته: په افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره حیاتي‌ده

د کاونډیو هېوادونو مجازي ناسته: په افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره حیاتي‌ده


  • 3 کاله دمخه (05/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1304

د ګاونډیو هېوادونو استازو نن د یوې مجازې ناستې له لارې په افغانستان کې دایمي سوله د ټولې سمیې لپاره حیاتي او ارزښتناکه وبلله. 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، چې نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو مجازي غونډه د پاکستان په مشرۍ ترسره شوې ده.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان آستازو په یووالي سره هوکړه کړې، چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره حیاتي ده.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر د سیمې هېوادنو په افغانستان کې با ثباته سوله د ټولې سیمې لپاره اړینه بللې وه، چې که په افغانستان کې سوله ټیکاو نه مومي؛ نو د دې احتمال شته، چې وروسره د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښ پېښ‌شي.