سمسور نیوز (۲۹کب۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري.
امیر خان متقي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې که څه هم حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري.
نوموړي زیاته کړې، د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي او هم د دوی سفارتونه په همدې هېوادونو کې فعال دي، استازي او ډېپلوماتان ځي او راځي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د شااوخوا ۱۹ میاشتو په تېرېدو سره لاهم ا،ا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.