د عامې روغتيا وزارت چارواکي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې په وړیا توګه د سترګو ۴۲۰۰ عملیاتونه وکړي.
دغه څرګندونې د یاد وزارت د سترګو درملنې د امريت امر اغا محمد توتاخېل روزګان ته د سترګو درملنې يوه متخصص ټيم سره د سفر پر مهال کړې دي.
توتاخېل ویلي، د هېواد د ټولو ولایتونو په هر روغتون کې به د سترګو د درملنې دایمي مرکز پرانېزي او له دې لارې به د سترګو ناروغانو درملنه وکړي.
یادې متخصصې ډلې تازه په روزګان کې د سترګو ۵۰۰ ناروغانو د درملنې بهیر پیل کړی دی.