رویټرز: قطري پلاوي کندهار ته سفر کې د ا، ا له مشرتابه سره هم کتلي و

رویټرز: قطري پلاوي کندهار ته سفر کې د ا، ا له مشرتابه سره هم کتلي و


  • 1 کال دمخه (31/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 533

د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د مې میاشتې په ۱۲مې نېټې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د سرپرست حکومت له مشرتابه شیخ هبت الله اخندزاده سره کتلي و. 

ددې کتنې موخه د نړیوالې ټولنې او ا.ا ترمنځ د ستونزو پای ته رسول او له انزوا څخه د ا.ا اېستل ښودل شوي.

رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله لیکلي، چې د محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له خوا  په دې کتنه کې د ا.ا له خوا پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز باندې بحث شوی.  

د راپور له مخې، د دې لیدنې په اړه جزئیات د قطریانو له خوا له سپینې ماڼۍ سره هم شریک شوي دي.