امریکا: په هند مو د سمندري امنیت لپاره د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پلورلي

امریکا: په هند مو د سمندري امنیت لپاره د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پلورلي


  • 11 مياشتي دمخه (02/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 368

د امریکا متحده ایالاتو منلې چې د هند سمندري امنیت د خوندیتوب او څار لپاره یې په نوي ډهلي د څلور میلیاردو ډالرو په ارزښت بې پیلوټه الوتکې او پوځي تجهیزات پیري.

په دغه تړون کې د سکای ګارډین په نوم ۳۱ بې پیلوته الوتکې، د هیلفایر په نوم ۱۷۰ میزایلونه، ۳۱۰ کوچني اندازه بمونه او نور مواد تجهیزات شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا چاره به د امریکا او هند ترمنځ ستراتیژیک مشارکت نور هم قوي کړي.

په خبر پاڼه کې نوی ډهلي د « هند ـ پاسفیک» او جنوبي اسیا د سیاسي سولې، ثبتا او اقتصادي پرمختګ ځواک یاد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له نوي ډهلي څخه غواړي چې د هند-پاسفیک په تګلارې کې له متحدو ایالتونو سره همکاري زیاته کړې.
 د دغې تګلارې هدف په سیمه کې د چین د نفوذ مخه نیول دي.