د ماسخوتن ډوډۍ لپاره مې لاسونه پریمنځل چې په ټیلفون کې مې یو نری مسکال راغی، نمبر نا اشنا و، نا اشنا نمبر کله نا کله ماته اندېښنه پیدا کوي، څوک به وي، څه به راته وایي او داسې نورې خبرې. په زړه کې مې وویل راڅه یو پنځه یونېټه پرې ولګوه له دې اندېښنې ځان خلاص کړه.
چې کله مې ورته بیرته زنګ ووهه، له هغې خوا یو کلیوال غږ راغی، عزت الله خانه چیرته یې؟
غږ اشنا ښکارېده، بې له ځنډه مې ورته وویل:
- کور کې یمه تاسې څوک خبرې کوئ او له کومه ځایه؟
- ځه ښه ده چې کور کې یې، زه او معلم صیب نیازی په ښار کې یو، ستاسې کور راته نه دی معلوم، که راپسې راشې.
په زړه کې مې وویل دې ته وایي میلمه، اول خو مسکال درکوي، بیا دې سپیشل په ځان پسې راغواړي، خدای خبر چې کور ته راشې نور به څه فرمایشونه لري. هغه ښاري شوي ملګري خو ګرم نه دي چې څوک ورته ټیلفون کوي نو اول ټول معلومات له هغوی نه اخلي بیا ورته خپل ځای ځایګی ښیي.
له ناچارۍ مې تیاره ډوډۍ په کورکې پرېښوده او په کلیوالو میلمنو پسې روان شوم، له ښاره چې بیرته د کور خوا ته راتلو نو په دې کې یو میلمه د سرخوږۍ نه شکایت وکړ، ما ویل راځه دلته یو درملتون شته ګولۍ مولۍ به درته راواخلو. زه او سرخوږی میلمه لا له درملتون نه راوتي نه وو چې په دې کې دوه درې تنه راننوتل، له ننوتو سره سم یې د درملتون خاوند نه پوښتنه وکړه:
- ډاکټر صیب اجازه ده یو دوه پوسټره د درملتون مخې ته ولګوو.
- د څه شي پوسټر دي؟
- دولسي جرګې د کاندید حاجي صیب چاردیوال عکسونه دي.
د درملتون د څښتن په اعصابو کې یې لکه چې اور بل کړی وي، په کمپاین کوونکو ور برګ شو:
- ځه وروره خپل کار کوه، دا تجارت دلته مه کوي.
- دا تجارت نه دی ډاکټر صیب دا نوماند یو خدمتګار سړی دی، خیر به یې تاته هم در ورسېږي.
- زه یې له خیره تیر چې شر یې را ونه رسېږي، دا وکیلان موږ ولیدل، په پنځو کالو کې یې یو کار هم د خدای او ولس لپاره نه دی کړی، کوم خیانت و چې دوی د خپلو ګټو لپاره ونه کړ.
سړی ډېر په غوسه و، موږ هغه کمپاین کوونکي له ځان سره په چل ول را وویستل او په دې مو قانع کړل چې پوسټرونه بل چېرته ولګوي، یواځې همدا درملتون خو نه دی.
موټر کې مې میلمنو راته کیسه وکړه چې په ولایاتو کې هم همدا لوبه روانه ده، ولس او کاندیدان له یو بل سره په چل کې دي. د کاندیدانو عکسونه د شپې پر دیوالونو ولګول شي، سهار بیا یا چا شکولي وي او یا هم رنګ رنګ ټوقې ور پورې شوې وي. یوه میلمه راته د خپلې ولسوالۍ کیسه وکړه چې خلکو څنګه دتیرې دورې یو وکیل چې اوس بیا کاندید دی له کلي وشړه. کلیوالو ورته ویل چې تېرځل مو رایه درکړه، بیا دې په دې پنځو کلونو کې ایله اوس سر راښکاره کړ، د ولس استازی همدې ته وایي.
ددوی په وینا نه کاندیدان کومه ملي تګلاره لري او نه ولس په یوه خوله دی، هر لوری په دې فکر کې دی چې له یوه او بل نه څنګه نقده ګټه پورته کړي. وایي کاندیدان چې جوماتونو ته راشي نو په دې شروع وکړي چې خلکو ته څنګه ځان سپین چرګ وښیي، یوه کاندید په یوه جومات کې ویلي وو چې ما خیانت نه دی کړی ځکه خو مې یو ورور هندوانې خرڅوي، بل ترکاري او بل د هډې منشي دی.
یو شمیر کاندیدان بیا د ولسي جرګې د پخواني وکیل بشردوست له ټکټیکونو نه ګټه پورته کوي، خیمې یې وهلي او د ملنګۍ جامې یې اغوستي ځوانانو ته وایي که زه وکیل شوم نو کرکټ داسې بیډونه به درته واخلم چې نګه شپږیزې ووهئ.
د داسې بې تګلارو کاندیدانو او بې شعوره خلکو د پارلمان راتلونکي ته دې خدای خیر پېښ کړي.