راپورونه وایي، سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د ماموریت غځولو په پار یوه ناسته کوي.
ویل کېږي، چې په دغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو یاده شورا په افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي دفتر د ماموریت تمدیدلو رایه اچونه وکړي، چې د زیاتو رایو پر اساس به د یوه کال لپاره نور هم د یوناما ماموریت تمدید شي.
تمه ده، چې په دغه ناسته کې به په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا هم ګډون وکړي او یادې غونډې ته به د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
دغه غونډه داسې مهال دایرېږي، چې سبا په افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېږي.