چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د لړم ۷مه
د تیرې شپې راهیسې ځینو ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپریږي چې په کې،امید د صفرجان د زوی په نوم یو تورن کس د مکروریانو د اوسېدونکو له خوا نیول شوی چې ورسره مشرانوجرګې ته منسوب یوه قطعه کارت پیدا شوی دی.
د مشرانوجرګې د دارالانشاء ریاست یاده موضوع د خپل بشري سرچینو ریاست له لارې په جدي توګه وڅېړله او ترلاسه یې کړه چې پيدا شوی کارت جعلي او په دې نوم د مشرانوجرګې دارالانشاء کارمند نلري، همداراز ۳۷۷ ګڼه سریال چې د امید نومي کارت کې ذکرشوی هم جعلي دی او داشمېره کارت د محترمې سحر د عبدالحکیم لور او د سناتورې صالحې مهرزاد د دستیارې دی.
له دې امله مشرانو جرګې په رسمي توګه دا قضیه په پارلماني چاروکې د دولت وزارت ته ولیږله ترڅو د مسؤلو ارګانونو لخوا و څېړل شي او ژرترژره دې حقایق هېوادوالو سره شریک شي.
دا هم د اصلي او جعلي کارتونو بیلګې او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لیږل شوی مکتوب.