سرپل کې د نشه‌یي توکو یوه لویه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

سرپل کې د نشه‌یي توکو یوه لویه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه


  • 2 کاله دمخه (10/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 711

سمسور (۱۸تله۱۴۰۱) د اسلامي امارات چارواکي وایي، د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ په «للندر سیمه» کې یې د نشه‌يي توکو (شیشې) یوه لویه کارخونه کشف او له منځه وړې ده. 

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له دغې کارخونې څخه یې ‏۱۰ بیرله شیشه، ۳ بېلابېل موټر، یو چره یيز ټوپک او د نشه يي توکو د پروسس یو شمېر تجهیزات نیولي دي.   

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یې د فابريکو درې مالکان او د هغوى ١٢ همکاران هم نيولي دي. 

اسلامي امارت وایي، چې دوی له نشه یي توکو سره په مبارزه کې جدي دي او تر اوسه یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.