تېره ورځ چې دولتي چارواکيو ملت ته د حساب ورکولو د اونۍ په ترڅ کې رسنيو ته خپل کاري راپور ورکاوه او خپلې لاس ته راوړنې يې بيا نولې نو ډېرويې څرګنده کړه چې دوی خپلی پرمختيايي بوديجی ډېرې کمې لګولي خو خپلې عادي بوديجې يې يا ټولې يا هم ډېره برخه لګولې دي لامل يې دادی چې پرمختيايي (انکشافي) بوديجه لکه له نوم څخه يې چې ښکاري د هيواد په بيا رغونه، پرمختيا، ابادۍ او ودانولو لګېږي او دا خو ښکاره خبرده چې له بده مرغه زموږ د هيواد ډېرچارواکي په دې ندي توانېدلي چې د هيواد د بيارغونې لپاره کوم ګام واخلي که څه هم هغه چارواکي چې د بيارغونې په ډګرکې پاتې راغلي دعوه کوي چې ناامني يې د کار پر وړاندې خنډ ده خو حالات او شرايط ښيي چې که څه هم په ځينو سيمو کې دا ستونزه شته چې ښايي د بيارغونې مخه ډب کړي خو په ډېرو هغو سيمو کې هم چې هلته بشپړ امنيت او هر څه سم دي د پرمختيا او پراختيا څرک نه ليدل کېږي چې دا ددې څرګندوی دی چې زموږ له اکثره چارواکيو سره د هيواد جوړونې قوي اراده اوله هيوادوالو سره پوره مينه او خلوص نشته دی. که له دوی سره د هېواد جوړوني فکر او اراده وای نود افغانستان په څېر په وران او کنډر هېواد کې به چې هره لوېشت يې جوړولو او بيارغونې ته اړتيا لري دوی کارکړی و او دکار او بيارغونې لپاره بېله شوې پرمختيا يې بوديجه به يې پوره لګولې وه.او هغه سلګونه ميليونه ډالر به چې په سوال او ګدايۍ مو راپيداکړي وو بېرته د بهرنيو او مرستندويو هيوادونو بانکونو ته نه مصادره کېدلې.
د ادارو دعاي بوديجې دلګولو لامل دادی چې عادي بوديجه د دفترونو د لګښتونو معاشونو، پيرنو اوددې لپاره وي چې اړوندې ادارې ته پرې فرنيچر، معاشونه، موټر د موټرو روغنيات، ، مأکولات ملبوسات او... چمتو کړل شي. دا بوديجه د ادارې د چارواکيو په واک کې وي او په هره برخه کې چې منظور شوې ده د لګولو واک او صلاحيت يې لري. ددې لپاره چې د عادي بوديجې لګښت کومه ستونزه نه غواړي،او دپرمختيايي بوديجې په څېر ساحې ته تلل، پلان جوړونه، پروژې په کې نشته د لګولو کومه لاس ته راوړنه ترې څوک نه غواړي، نقشې، سروې، تعقيب پکې نشته دخورد اوبردشونتياپکې ډېره ده نو ځکه ټوله لګول شوې ده. که څوک کوم دفتر ته سر وردننه کړي نو پوهېږي چې دعادي بوديجې ډېره برخه په څه شي لګېدلې ده؟ ددې بوديجې ډېره برخه په لُوکسو او تزيني موادو لګول شوي. همدا اوس زموږ ادارو ته هغه ډېرقيمتي او نوي ماډل موټر اخستل کېږي چې د ګاونډيو هيوادونو په خوب او خاطر کې هم نه ګرځي. هغه فرنيچر د دفتر لپاره اخلو چې ترې پورته ګران بيه او عصري نه وي. هغه ډوډۍ راغواړو چې د يوه عادي مامور د ژوند له کچې سره ډېر توپير لري. په کور کې به مو ګوړه نه وي خو په دفتر کې به له چای سره نُقل، بادام او پسته خورو. د ميز پر سر به مونور د خوراکي توکيو ځای نه وي. ځکه پيسې او په ټوله کې (عادي بوديجه) لرو. داسې بوديجه چې د لګولو واک يې هم له موږ سره دی نو ځکه به موعادي بوديجه ټوله لګېږي او د کار او زحمت څرک به مو نه وي.
درسمي احصايو له مخې ، زموږ نهه ميليونه هېوادوال له فقرڅخه هم په ټيټه کچه کې ژوندکوي ، ځينې هېوادوال مو له لوږې واښه خوري آن دنېستۍ له لاسه داولاد پلورلو ته اړ شول خو زموږ دچارواکيولګښتونه له اسمان سره خبرې کوي .
راځئ چې لږ خپل سرګرېوان ته ورښکته کړو چې دې ملت ته موږ څه ورکړل، ددوی په ژوندکې موکوم بهبود او مثبت تغيير راووست چې شتمني يې دومره په ډاډه زړه خورو.
زموږ چارواکي چې په خپلو بهرنيو سفرونو کې کوم لوړ لګښتونه کوي، په کومو لوړ بيو هوټلونوکې شپې کوي نو آيا کله يې له ځان سره دامحاسبه کړې ده چې دوی ددې لګښتونو په اندازه لاسته راوړنې لرلې دي
موږ له دې ښاغليو چارواکيو هيله لرو چې که نن داحتساب لپاره کومه اداره نشته او يادملت لاس ستاسوګريوان ته نه دررسېږي نو بايد پردې پوه شئ چې دا حالت تل نه وي. تاسې به هرومرو يوه ورځ دملت محکمې اود غفور او رحيم ذات مخ ته ودرول کېږئ ،حساب به درسره کېږي او پردې هم بايد پوه شئ چې دا ديو سړي مال هم نه دی چې درته يې وبخښي، بلکې دا بيت المال دی چې ټول ولس پکې شريک دی او د ټول افغان ولس لاسونه به مو هم په دنيا او هم په اخرت کې ګريوان ته درورسېږي.