سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

دوشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ١
سرپرست حکومت: نړۍ دې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي

سرپرست حکومت: نړۍ دې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي


  • 8 مياشتي دمخه (08/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 279

سرپرست حکومت پر رفح ښار د اسرائیلو د بریدونو غندنې ترڅنګ د نړۍ پر اسلامي او نورو هېوادونو غږ کړی، چې د دغې غمیزې مخنیوی وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پر رفح ښار د اسرائیلو برید د فلسطینیانو ټول وژنه او جنګي جنایت دی.

اعلامیه کې راغلي چې د نړۍ اغېزناک هېواونه هم نه دي توانېدلي چې غزه کې د فلسطینیانو د ټول وژنې مخه ونیسي.

د یادونې ده چې اسرائیلو تېره ورځ پر رفح ښار بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

بل لورته د ملګرو ملتونو  سرمنشي انتونیو ګوترېش هم دا بریدونه غندلي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې.

رفح ښار پر غزې د اسرائیلو له بریدونو د بې ځایه شویو فلسطیني کورنیو وروستی تم ځای بلل کېږي، چې اوس مهال په کې نږدې یو نیم میلیون بې ځایه شوي فلسطینیان په کې مېشت دي.