افغانستان او ازبکستان په ګډه یو کاري پلان جوړوي.

افغانستان او ازبکستان په ګډه یو کاري پلان جوړوي.


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 995

افغانستان او ازبکستان به د ګډو تړونونو او پروژو د پلي کولو لپاره، یو هراړخیز کاري پلان په راتلونکي لس ورځوکې جوړ، نهايي او لاسلیک کړي. 

دهېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکیستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر، شاغلي سردار عمرزاکوف سره د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او دواړه لوریو د يو هراړخیز "کاري پلان" په جوړولو باندې موافقه وکړه.

 

د بهرنیو چارو وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا کاري پلان به د مهمو پروژو لکه سوداګرۍ، ترانزیت، کرنې، انرژۍ، کان کیندنې، تعلیمي او فرهنګي همکاریو د پلي کولو په برخو کې لاره هواره کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د مزار - کابل - پیښور د ريل پټلۍ پروژې پلي کېدل، د سرخان دریا - پلخمري د ٥٠٠ کیلوواټو د بریښنا د لیږد پروژې د پلي کېدو ګړندۍ کول، په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې زیاتوالی، په ترمذ کې د آزاد سوداګريز زون جوړول، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ ترانسپورت وده، د سرخان دريا او ترمذ ولایت په سرحد کې د طبي او تحصیلي خدمتونو وړاندې کول، د افغانستان د کرنیزو صادراتو ډيرول، د هیواد په کانونو کې د پانګونې امکاناتو ارزيابي کول، د فرهنګي او هنري اثارو بيا ژوندي کول او د ګډو کلتوري میراثونو ساتنه، په دغه کاري پلان کې شاملې برخې دي.

 

باید یاده شي، چې په روان کال کې له ازبکستان سره د اقینه ـ اندخوی، نوري فایبر او یو شمېر نورې بنسټیزې پروژې هم پرانیستل شوي.