د کډوالو چارو وزیر: افغانان باید هېر نه‌شي

د کډوالو چارو وزیر: افغانان باید هېر نه‌شي


  • 1 کال دمخه (28/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 664

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني وایي، نړیوال باید افغانان هېر نه کړي.

حقاني نن په کابل کې اړمنو مېرمنو ته د مرستو د وېش بهیر په غونډه کې د خبرو پر مهال غوښتنه کړې، نړیوال دې له اړمنو افغانانو سره داسې مرستې وکړي، چې د هغوی بنسټیزې ستونزې پرې حل شي.  

نوموړي همداراز ویلي، اوس په افغانستان کې سراسري امن دی او پر نړیوالو یې غږ کړی چې افغانان کډوالۍ ته د اړ اېستلو پر ځای د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره مرسته وکړي.