د کندهار پولیسو د نقلیه وسایطو یو غل نیولی

د کندهار پولیسو د نقلیه وسایطو یو غل نیولی


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1028

د کندهار ولایت امنیتي مسوولین وایي ددغه ولایت پولیسو نن سهار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هغه وسله وال غل نیولي چې د موټرونو ټایرونه، موټر سایکلونه او د دوکانونو توکي غلا کول.

مسوولین وایي له دغه کس څخه د موټر څو غلا شوي ټایرونه او هغه وسایل نیول شوي چې په وسیله یې د کورونو له مخې د ولاړو موټرونو ټایرونه خلاصول.

دغه وسله وال غل دمګړۍ د پولیسو تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دی.