نورستان کې برف کوف ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نورستان کې برف کوف ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 2 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 35

یو شمېر سیمه ییزي سرچینې وايي، د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار په پرونس کلي کې د واوري ښویېدو له امله یو کس وژل شوی او درې تنه نور ژوبل شوي دي. 

هغوی وايي، چې پر یادو کسانو تېره ورځ ناوخته په کرونده کې د کار پر مهال برف کوچ راغلی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. 

معلومات ښيي، چې ژوبل شوي کسان د درملنې په پار د پروین روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن د یاد ولایت په ګډون په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل کړی دی.