مزدوري


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګيال
  • 1160

لکه له جنګ نه راغلی په تورو ټوک، ټوک سپاهي؛ له ځايه نه شوم  پورته کېدای، خوب لکه دزخم پټۍ راباندې ډېر ښه  لګېدۀ،  څو چې مې شيندلی وجود راټولاوه، رابا ندې ناوخته شوې و، پرون مې يوه ټرالۍ سيمنټ چلولي وو،  نور مې له بېل ، بېلچې، لاس ګاډي او ان له ودانيو نه هم کرکه راتله. ايران کې مې دا دوهم کال و؛ په دې دوه کلونو کې مې  يواځې دوه ورځې کار نه دی کړى ، نور نو پوره دوه کاله له سهاره تر ماښامه په تعميري کارونو مې نور زړه شين شوى و.
يوځل، چې د لوی اختر په ورځ مې په اجاره کار کار کاوۀ، چې د ايران د کاريګرو په وينا (صاحب کار) راغی، په حيرانۍ يې راته وويل: 
- افغان!  مگم امروز عيد نيست؟
 د دېوال له سر نه مې  ور غږ کړ:
- من اينجا بخاطر کار آمدم نه به خاطر عيد.
صاحب کار چې غټ ،خېټور، خسيس، دبندر عباس مشهور ميليو نر و، جېب ته لاس کړاو پوره شل زره تومانه يې راکړل او راته يې وويل چې نن زما لپاره کار پرېږده، ما هم ور سره ومنله او کار مې بس کړ.
خو نن مې هيڅ کار نه درلود، او په کارپسې ورک مساپر چې کار پيدا نه کړي خوب نه ورځي، ددې لپاره چې کار راته پيدا شي په بيړه مې( مښوکه) ووينځله او په منډه هغه چوک ته چې په سلګونو افغانان او غريب ايراني ترکان د کار لپاره راتلل، زه هم ور روان شوم، په لاره کې زۀ او سوچونه مې راسره ملګري ول، په خپل وطن کې سر شاره ګرځېدل؛ سمسوره لغمان ؛ کلى؛ ځوانان؛ د کو چيانو راتګ؛ د وريوبغارې او د شپنو د شپېلۍ جادوګرې سندرې  مې ذهن ته تلې او راتلې، بس د کلي او د کليوالو په يادونو مې د ايران د مزدورۍ شپې تېرولې.
له ډېرو ستړو او ستومانه ورځو وروسته، هغه ورځ هم راغله چې  په ايران کې ميشت افغان ملګري راته د خدای په امانۍ لپاره راټول شوي ول، په سترګو کې مې راټوله خوښي ټولو ليدله،  له ډېرو شپور ورځومزله وروسته کلي ته ورسېدم . ماشومانو زما د راتګ زيری زما مور ته يوړ، مورمې له ورۀ نه سر د باندې را ايستلی واو خواږۀ خواږۀ يې راکتل، خواته يې ورسېدم، چې تر څو يې په سر ښکلولم ، نا څاپه د چا کنځلو له کلي نه بېرته راوګرځولم او زما دخيالونو ماڼۍ يې ورانه کړه، لامې مخ نه و ور اړولى چې يوه کلکه لغته يې په پښو ووهلم . پښې مې شاته قاتې شوې او شا په تخته وغورځېدم ،  ګورم چې ايرانی بدرنګه پولس دی، له ګرېوان نه يې ونيولم ، په کش کولو يې د درې نورو پوليسانو خواته بو تلم . ښايسته، نري، ځوان پوليس له وراه يوه کلکه عسکري څپېړه زما په مخ پورې و نښلوله ، ګوتې يې په غوږ راته برابرې شوې ؛ په سترګو مې تياره شوه؛ په غوږونه يې راته و بنګول. ما لا د بلې څپېړې تمه در لوده؛ خو کور يې ودان بله څپېړه يې و نيوله. چې پورته مې وکتل ګورم چې خوله يې ښوري خو اواز يې نه اورم . په وروستيو خبرو يې پوه شوم ، چې ويل يې:
- موږ درته څومره نارې ووهلې خوتا ځان ګوڼ کړ.
ما په زړه کې قسمونه خوړل چې ولاکه به مې يوه خبره هم اورېدلې وي، بيا يې په لاس يو سپين ږيري سړي ته اشاره وکړه، چې  له موږ نه لس ګامه لرې په سپېرو خارو ناست و، پوليس ويل چې دا (خر) افغان هيڅ زموږ په خبره نه پو هيږي، ژاړي او نور هيڅ نه وايي، ته لاړ شه پو ښتنه ترې وکړه چې دلته څه ته راغلى او ولې ژاړي.
هغه بل پوليس په ملنډو زياته کړه :
- ماته خو تروريست غوندې ښکاري، پګړۍ يې همداسې ښکاري.
دسپين ږيري خوا ته لاړم، سلګۍ يې وهلې خو اوښکې ور سره نه وې، داسې ښکارېدۀ چې له ډېرې ژړا يې اوښکې وچې شوې وي ، د بېوزلۍ نښې پکې له ورايه ښکارېدې .  په ږيره کې يې له تورو ډکونه سپين ډېرښکارېدل .
ماته خپل سپين ږيرى پلار راياد شو.
څومره پوښتنې مې چې له سپين ږيري نه وکړې؛ خو سپين ږيرى لکه چې هيڅ زما خبرې نه اورېدلې؛ پوليسان ،چې زموږ سر ته ولاړ وو، نور به يې زړه راتنګ شوی و، يوه ښه لغته يې سپين ږيرى اکا وواهه،  له لغتې سره يې پړ مخې په خارو کې  چپه کړ.  بې اختياره مې ټوپ کړ، په ناستې مې د پوليس لغته ونيوله، خو دريم پوليس ترې دواړه خلاص کړو، سپين ږيري ته مې په زاريو وويل:
-  ګوره اکا!  که ته خبرې ونه کړې هم ما وهي اوهم تا، يو څه خو ووايه چې ولې ژاړې؟
 له دې سره  دسپين ږيري ژړا  په چيغو بدله شوه .
-زه څه ووايم چا ته يې ووايم،  قاچاقبرو، ځوان زلمی ځوی  راته له موټر نه ګوزار کړ او د لسو شپو ناوې يې رانه وتښتوله.