امرالله صالح وایي، د امریکایي ځواکونو وتلو ته اندیښنه نلرو.

امرالله صالح وایي، د امریکایي ځواکونو وتلو ته اندیښنه نلرو.


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1065

امرالله صالح وایي، د امریکا نوی حکومت باید له افغانستان سره کړو تړونونو ته درناوی وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، د کابل او واشنګټن ترمنځ متقابلې اړیکې شتون لري، امریکا د افغانستان ستراتیژیک دوست دی او مونږ به ددغه هیواد له نوي حکومته وغواړو، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د شویو تړونونو درناوی وکړي. نوموړي ویلي، چې افغان ځواکونه اوس پر ځان بسیا شوي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته کومه اندیښنه نلرو، خو امریکا دې د دوه اړخیز توافق پر اساس افغان حکومت ته د ځواکونو د منظم اخراج په باب خبر ورکړي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ورته څرګندونې کړې وې.

امرالله صالح دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د امریکایي، ځواکونو حضور په افغانستان کې د تیرو ۱۹ کلونو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رارسیدلی. بل طرف ښایي د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن، هم ښایي د افغانستان په اړه خپله تګلاره په نژدې راتلونکي کې روښانه کړي. له دې ټولو سره سره بیا طالبان له امریکا غواړي، چې ددوحې هوکړې ته درناوی وکړي او په ټاکلې نیټې له افغانستان څخه ووځي.