بایډن: اوکراین ته مو د لرې واټن وېشتونکو وسلو اجازه ورکړه

بایډن: اوکراین ته مو د لرې واټن وېشتونکو وسلو اجازه ورکړه


  • 2 مياشتي دمخه (18/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 66

د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو امریکايي توغندیو د کارونې اجازه ورکړه.

 

اسوشټیډ پریس لیکلي، بایډن دا پرېکړه تر هغې وروسته وکړه، چې له اوکراین سره د روسیې په شمالي پولو کې د شمالي کوریا ځواکونه د مسکو پر ملاتړ له روسي پوځیانو سره په جګړه  کې ښکېل شول.

 

سرچینې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې په دې سره به د اوکراین ځواک لا پیاوړي شي.

 

د دغو توغندیو د کارونې له اجازې وروسته اوکراین کولای شي، چې د روسیې مهمې سیمې په نښه کړي.

 

مسکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې زیاته کړې وه، چې د امریکا له لوري د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارونې اجازه به روانه جګړه نوره هم سخته کړي.