ایران: پنجشېر کې دې د بهرنیو هېوادونو بریدونه وڅېړل‌شي

ایران: پنجشېر کې دې د بهرنیو هېوادونو بریدونه وڅېړل‌شي


  • 3 کاله دمخه (06/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1156

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په پنجشېر ولایت کې دې باید د بهرني هېواد بریدونه ژر تر ژره وڅېړل شي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده که څه هم د پاکستان نوم نه‌ دی یاد کړی، خو ویلي یې دي، چې ایران پر پنجشېر د بهرني هېواد یاد بریدونه غندي او په اړه یې څېړنې کوي.

تر دې وړاندې په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړیو ویلي وو، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د دې ولایت په بېلابېلو برخو هوايي بریدونه کړي دي.

طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو ادعا یې کړې، چې پنجشېر ولایت هم د دوی تر کنټرول لاندې راغلی او اوس‌مهال په‌کې طا.لب ځواکونه شتون‌لري. 

طا.لب ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وروستی ولایت پنجشېر هم په بشپړ ډول د دوی تر ولکې لاندې راغلی، چې د مقاومت جبهې ګڼ شمېر جنګیالي ځپل شوي او نور هغه یې له یاد ولایت څخه تېښتې ته اړ شوي دي. 

مجاهد دغه‌راز د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکړی دی، چې هېڅ‌ډول توپیري چلند به ورسره نه‌کېږي او زیاتوي، چې د دوی امنیت خوندي شوی دی.