طالبان: نړۍ دې خپلې مرستې د سیاسي فشار وسیله نه‌ګرځوي

طالبان: نړۍ دې خپلې مرستې د سیاسي فشار وسیله نه‌ګرځوي


  • 2 کاله دمخه (07/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1128

طالبانو اعلان وکړ، چې نړیوال بنسټونه او د نړۍ بډایه هېوادونه دې خپلې بشري مرستې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي او له هرې ممکنې لارې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي؛ ترڅو د تېر شل کلن یرغل په پایله کې رامنځ‌ته شوې ستونزې له منځه لاړې شي. 

د طالبانو له لوري پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل د کلیزې په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دوحې د تړون له‌مخې د امریکایي ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی او دا نورو هېوادونو ته هم یو واضح پیغام ورکړل شوی، چې پر افغانستان د یرغل فکر له خپله سره وباسي.  

اعلامیه کې راغلي، چې افغانان باید پرېښودل شي؛ څو په خپله خوښه د خپلې راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي. 

د طالبانو له لوري دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې، چې لا هم د نړۍ هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي او نه هم کوم هېواد په دې برخه کې خپله لېولتیا ښودلې.