پاکستاني طالبانو د اختر تر لسمې ورځې اوربند اعلان کړی

پاکستاني طالبانو د اختر تر لسمې ورځې اوربند اعلان کړی


  • 2 کاله دمخه (30/04/2022)
  • سمسور
  • 767

سمسور (۱۰غوایی۱۴۰۱) تحریک طالبان پاکستان (TTP) د روژې له ۲۹ مې بیا د کوچني اختر تر لسمې ورځې اوربند اعلان کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، د پاکستاني طالبانو مشر مفتي ابو منصور عاصم، پر خپلو وسله والو غږ کړی، چې په دغه ورځو کې ډز بندیز مراعت کړي.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې که چېرته پرې برید کېږي؛ نو ورته ځواب به یې ورکړي.

د پاکستان پوځ تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې؛ خو پاکستاني طالبانو شااوخوا میاشت وړاندې په پاکستان کې پسرلني پوځي عملیات اعلان کړي وو، چې په دغه موده کې یې تر ۴۰ بریدونو مسوولیت منلی دی.