تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۱۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۱۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي


  • 3 مياشتي دمخه (28/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 146

د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په تېره اسد میاشت کې؛ د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۱۶ زره او ۷۴۳ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي. 

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو صادراتو او وارداتو له جملې؛ ۲۵۵ زره او ۳۰۷ مټریک ټنه د حیرتان له لارې، ۲۹ زره او ۲۹ مټریک ټنه د تورغونډۍ له لارې، ۲۷ زره او ۸۳۱ مټریک ټنه د آقینې بندر له لارې او څلور زره او ۵۷۶ مټریک ټنه د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ډله کې د افغانستان صادرات؛ چې اندازه یې ۱۶ زره او ۷۳۳ ټنه وه شامل وو.

د انارو جوس، وچه مېوه او  معدنې ډبرې هغه شیان دي چې په دې صادراتو کې له افغانستان بهر ته صادر شوي دي.