که ټرمپ او پمپیو محاکمه نشي؛ نو ایران به غچ واخلي

که ټرمپ او پمپیو محاکمه نشي؛ نو ایران به غچ واخلي


  • 3 کاله دمخه (04/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 1056

سمسور(سه شنبه د مرغومي۴) د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، ایران به د امریکا دمخکیني ولسمشر ټرمپ او د دې هیواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر یاد ساتي او تر څو چي محاکمه نسي، دوی به د قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ واخلي.

هغه دغه راز د ټرمپ د ادارې پر مهال د ایران او امریکا اړیکې خورا ترینګلې بللې وې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا پر ټوله نړۍ د واکمنۍ فکر کول غواړي؛ خو په خبره، چې دا کار به د دوی پر زیان تمام شي.

 قاسم سلېماني د ایران د قدس ځواکونو قوماندان و، چي په عراق کي د امریکا لخوا د بې پیلوټي الوتکي په برید کي ووژل سو.