حیدر بار: د کورنیو سرپرستې میرمنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري

حیدر بار: د کورنیو سرپرستې میرمنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري


  • 9 مياشتي دمخه (12/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 317

د بشري حقونو د څار ادارې مرستیاله حیدربار وايي، په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د کورنیو سرپرستې مېرمنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

هیدر بار په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو افغان مېرمنو په اړه اندېښمنه ده دکورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده.

نوموړې هيله څرګنده کړه چې د ښځو پر وړاندې محدوديتونه باید لرې شي، څو د خپلو کورنيو لپاره خواړه چمتو کړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي.