تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول


  • 2 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1277

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۵ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول.

همداراز د وسله والو طالبانو  یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د دې په خواکې ۱۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، غزني،کندهار، زابل، بلخ، فاریاب، هلمند، بغلان، بدخشان، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.