د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یاد ولایت په مرکز خوست ښار کې د ګازو ډبې د یوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي دي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا چاودنه د دویمې ناحیې اړوند په یوه پلازه کې تېره شپه شوې او په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه، یوه نجلۍ او دوه ماشومان شامل دي.
که څه هم دغه دفتر د دې چاودنې لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو دا ډول پېښې زیاتره وختونه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
دا چاودنه داسې مهال وشوه، چې د تېري لیندۍ میاشتې په پای کې هم په میدان وردګ ولایت کې د ګازو ډبې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم ووژل شو او اووه تنه نور ژوبل شول.