د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په ورسک کې د تېرې ورځې په برید کې د جمعیت علماء اسلام سیمهییز مشر مفتي اعجازالحق وژل شوی دی.
یاد برید تېره ورځ ناوخته د اعظم بازار د لوی جوما مخې ته شوې، چې په کې مفتي اعجاز وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.