افغان حکومت وايي چې د مسکو په کوربه توب د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکې پراخه درې اړخیزه غونډه کې به ګډون وکړي.
په پام کې ده چې دا غونډه نن جوړه شي.
د افغان سولې په اړه د بحث په مقصد د پراخې درې اړخیزې غونډې په فارمټ کې امریکا، روسیه، چین او پاکستان برخه لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وايي، چې افغان حکومت به د سولې په پار په هره غونډه کې ګډون وکړي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د نن ورځې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او ضمیر کابلوف او د پاکستان او چین استازي ګډون وکړي.