سمسور نیوز (۱۲لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت په هکله معلومات وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې سرپرست حکومت د واقعیتونو د موندنې او انعکاس پر اهمیت ټينګ باور لري.
نوموړی وايي، چې په هېواد کې له ۲۷۰ زياتې کورنۍ رسنۍ فعاليت کوي او د دې سر بېره په هېواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري.
د هغه په خبره، د ۱۴۰۱ کال له پیله تر اوسه د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څه باندې ۷۰۰ ژورنالېستانو ته د سفر او راپورونو د چمتو کولو زمینه برابره شوې ده.
سرپرست حکومت ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلن په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي.
د یادونې ده، چې د سرپرست حکومت د بشپړ حاکمیت را وروسته د هېڅ خبریال وژنه نه ده رامنځته شوې او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوې دي.