د اروپا پارلمان د افغان مېرمنو وضعیت په اړه غونډه جوړوي

د اروپا پارلمان د افغان مېرمنو وضعیت په اړه غونډه جوړوي


  • 2 کاله دمخه (30/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 875

سمسور (یک‌شنبه د سلواغې۱۰) ټاکل شوې د اروپا پارلمان د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د افغان ښځو د ورځې په نامه یوه غونډه جوړه کړي.

اروپايي پارلمان ویلي، چې په یاده غونډه کې به په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د افغان ښځو پر وضعیت بحثونه وشي.

د اروپا پارلمان په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې غونډې ته به د اروپا پارلمان مشره روبرتا متسولا او په افغانستان کې ښځو چارو پخوانۍ وزیره سیما ثمر حضوري او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر دفتر ځانګړې استازې انجیلینا جولي، د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره اورسولا فوندرلاین او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې امینه محمد د د ثبت شوي پیغام له لارې خبرې وکړي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې تازه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مېرمنو پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او له طالبانو یې غوښتي، چې باید د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونو څخه ساتنه وکړي.