کاپيسا؛ د ترافيکي پېښې امله یوه اووه کلنه نجلۍ وژل شوې

کاپيسا؛ د ترافيکي پېښې امله یوه اووه کلنه نجلۍ وژل شوې


  • 2 کاله دمخه (07/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 688

سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) کاپیسا کې ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز «محمود راقي» سیمه کې یوه اووه کلنه نجلۍ په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند بایللی دی.

ځایي امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه تېره ورځ مازديګر مهال د کاپيسا د مرکز اړوند د نوآباد – ده بابا علي پر لويه لاره رامنځته شوې ده. 

د مسوولینو په وینا، چې دا نجلۍ له سړک څخه د تېرېدو پر مهال یوه موټرسایکل وهلې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو راپورونه زيات شوي، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.