د پښتونستان د داعیې په سر باندې د اوباما ، زرداری او کرزی ګده معامله


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دوکتور روستار تره کی
  • 1376

ځه چه می مخکی په کرات می ویلی یو خل بیا تکراروم چه یو مزدور او د ملی ستراتژی بی برخی حکومت چه د بهرنیو قواوو سره د یو نړیوال تړون په بنست باندی تړلی نه وی ، نه یوازی د افغانستان  او افغانانو د ګتو نه دفاع کولی نشی بلکه دا امکان شته چه د هیواد   ښته والی هم تر ګواښ لاندی را شی .

  په وروستیو ورځو کی د افغانستان د ملی ګتو په خلاف هلی ځلی په قبایلی سیمو کی   د پاکستان د چارواکو د کنترول په غزولو  پیل شو . 

 )  د ۱۹۰۱ م د قانون   Federally Administred Triba Area  -      FATA -     قبایلی سیمی ( Frontier Crime Regulation(

په بنست باندی د یو فدرال نظام په چوکات کی خود مختار ( اتونوم )  وپیژندل شول . پاکستان د خپل تآسیس نه وروسته ( ۱۹۴۷ م )  نوموړی خود مختاری په رسمیت وپیژانده .  

  د ۱۹۰۱ قانون له مخی انګریزان په سیمه کی  د قبایلی جنګیالیو ځخه د حق العبور د پیسی  په بدل د مواصلاتو لوژستیکی کرښی د استفادی امتیاز یی تر لاسه کړل .  پرته د نوموړی محدودیت نه ، په سیمه کی میشته ولسونه د یو خود مختار نظام په چوکات کی  د خپل حقوقی او مدنی چارو په تنظیم کی بښپړه خپلواکی درلوده .

  په قبایلی سیمو کی  پاکستان فوج ته د اوسنی بریدونو له کبله  چه د سلګونو تنو په وژلو او اتکل يو ملیون کسانو  د کدی کولو لامل وګرځيد ،  د اوباما او کلنګتون له طرفه  شاباسی وویل شو .  کرزی خو د ۷ کلونو راهیسی همیشه پاکستان فوج تشویقاوه چه قبایلی سیمی تر بمباریو لاندی ونیسی ، خپل ولکه ورباندی تینګه کړی او په واقعیت کی د قبایلو  دودیزه تاریخی  خپلواکی ختمه کړی.

 په افغانستان کی اشغالګر  ځواکونه باید په یو واقعیت باندی ځان پوه کړی . پدی معنی چه : نړیوال نظامی ائتلاف دا پیاوړتیا لری چه په سیمه کی  د خپلو ګتو د تآمین په مقصد نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړی .  د دیموکراسی او د بشر د حقونونه د سیاست په دګر کی دسیاسی افزار په توګه  کار واخلی .  په سیمه کی د یو ځواکمن کام په وړاندی د دشمنی دریز ونیسی . د جګړی اور تر ابده پوری بل وساتی . په جنګی جنایاتو لاس پوری کړی . اما هیڅکله د جګړی له لاری خپل موخی ته رسیدلی نشی .

   افغانان دیته چمتو دی چه د بهرنیو قواوو سره  د خپل ملی ګتو په ساتلو ، د نړیوال قوانینو په مراعاتولو او د ملګرو ملتونو د منشور په نظر کی نیولو سره معامله وکړی او زبر دستی او جګړه د استعمار تاریخ کندی ته وسپاری . اما هیڅکله زور زیاتی ته نه تسلیمیږی .

  راځو خپل اصلی مطلب ته :

  پاکستان د مذهب په بنست باندی جول شویدی . له یوی خوآ د اسلامی افراطیت او اعتدالی اسلام تر منځ کرښه هم په عقیدوی لحاظ او هم په جغرافیایی لحاظ  معلومه نده . که نوموړی کرښه څرګند هم وی ، بنست پالنی جذبات ( د هغه تعبیر په چوکات کی چه لویدیز وال لری )  په قبایلی سیمو کی محدود نه پاتی کیږی . په تول پاکستان کی اَن د پاکستان د باندی ژوری ریښی لری . که فرضآ د پاکستان د ننه   پاتی هم  شی د هغه په وړاندی جګړه د حل لاره نده . باید هلته په چتکی اقتصادی او تولنیز پروګرامونه پلی شی .کوم چه په دغه برخه کی پاکستانی چارواکی وړتیا نلری  ، باید د سیمی اداره  ملګرو ملتونو ته وسپارل شی .

   په قبایلی سیموکی د اوسنی جگړ ی نه  مثلث اړخونه ( پاکستان ، افغانستان او نړیوال نظامی ائتلاف )  هریوه ځانګړی غوښتنی لری :

  ــ  پاکستانی فوج او په ځانګړی توګه  د پاکستان په اداره کی پنجابیان د ۶۰ کلونو راهیسی په 

قبایلی سیمو کی اسلامیستان د ملی ګرآ ګوندونو په وړاندی استعمال کړی دی .

  همدا اوس په سیمه کی اسلامیستان نه یوازی د رادیکالو اسلامی ارزښتونو په خاطر بلکه   ورسره د  دودیزی تاریخی  خپلواکی د ساتلو په مقصد جنګیږی . مقاومت مذهبی او ملی بنه لری .                 دغه موقع چه باید د مقاومت په ماتولو سره سیمه د پاکستان تر کنترول لاندی راوستل شی ، د کابل حکومت ، امریکائیان او انګریزان ، پاکستان ته ور په برخه کړل . خو داسی معلومیږی  چه پاکستان د یو لوی پرادوکس سره مخ دی : که اسلامی - ملی مقاومت مات  شی ، د پاکستان جنګی ولسی پوتانسیل د هند او افغانستان په وړاندی په قبایلی سیمه کی چه د اهمیت وړ ستراتژیک موقعیت لری کمزوری کیږی .

که مقاومت حذف نشی د لویدیز په ادعا سياسی اسلام پراختیآ مومی او د نړی امنیت تر ګواښ لاندی راځی ؟؟؟ . او پاکستان په ۵ راتلونکی کلونو کی د امریکا د ۷ ملیارد دالرو  د مرستی نه بی برخی کيږی .

 دالر د جګړی او وینی په بدل ...!هو  

  ــ  د کابل حکومت په قبایلی سیمو کی د جګړی په اړوند خپلواک ملی ستراتږی نلری او په بشپړه توګه د نړیوال نظامی ائتلاف تر اغیز لاندی دی . د دیورند کرښه او د پښتونستان پروبلم کابل حکومت ته د یوی ملی داعیی په بنه نه مطرح کیږی .

  کرزی په  د اوباما او زرداری سره د خپل وروستی لیدنه کتنه په ترڅ کی په بیړه يوازی په قبایلی سیمو کی د بمباریو  غوښتنه مطرح کړ. په سیمه کی دپاکستان د فوج د حضور موده ، د قبایلی سیمی د اتونومی ساتنه ، د جنګی عملیاتو  په بهیر کی د ملکی خلکو مصئونیت ،  د یو ملیون کدوال ستونزه ( د ملګرو ملتونو په قول په ۲۱ پیړی کی بی ساری بشری ناورین ) د مثلث اړخونو له خوآ د یو تړون په چوکات کی ځای په ځای نشو .  

  ــ  نړیوال نظامی ائتلاف  ځواکونه اوس مهال د پاکستان د  دولت سیاسی  ،  اقتصادی او ځمکنی بشپړتیا د تینګیدو په دریز کی قرار لری . تر څو چه پاکستانی چارواکو خپله ولکه په هغه سیمه کی تینګ کړی چه د لویدیز په حساب د سیاسی اسلام جذبات په کی پیاوړی دی .

 اما واقعیت په بل ځای کی دی : نړیوال نظامی ائتلاف فکر کوی چه تر هغه وخته پوری چه د پښتون قام چه په سیمه کی تل د یرغلګرو په وړاندی مزاحم واقع شویدی  مقاومت او جنګی پوتانسیل مات نشی په افغانستان او سیمه کی د خپل ژیوپولتیک پلانونو په پلی کولو کی پاتی راځی . نوموړی پلانونه باید د جګړی له لاری عملی شی او پاکستان په جګړه کی ونده ولری . د نړی حقوقی نظام چه په جګړه باندی محدودیت ایجادوی باید د پامه وغورزول شی .  

  په لند مهاله کی په قبایلی سیمو کی د مقاومت ځپل چه شآ ته یی نړیوال نظامی ائتلاف ولاړ دی د افغانستان  د ننه  یوازی یو هدف تعقیبوی : د انتخاباتو ( ؟؟؟  )  په مقصد زمینه برابرول . د نظامی حضور او جګړی له لاری د  په اصطلاح د انتخاباتو نه رازیږیدل شوی مزدور حکومت ساتل .

  په اوږد مهاله کی د ژنوساید پروګرام د دیورند هغی خوآ د پښتونخوآ سیمی په غزولو کی او د پاکستان د فعال رول په تعینولو کی نوی پړاو ته ورننوزی :

  په سوات کی نظامی عملیات د هغی عام وژنی یوه برخه ده چه د ۷ کلونو راهیسی په ترڅ کی یی افغانی ( پښتانه )  ملکی وګړیو په نښه کیږی . د می په ۷ نیته د « بونیر » نه راغلی یوتن کدوال     ( بوختی زید ) د فرانسوی اخبار ( لو موند ) راپورتر ته وویل : « زموږ په کاروان کی ۱۰۰ تنه وو . په سر خلاصو  موترانو کی ښځینه سپرلیو د دی د پاره چه د کاروان « ملکی محموله » په هوآ کی د ګزمی چورلکو ته وښیی  خپلی بورقی لری کړی وو . خو سره له دی د هوایی ګوزارونو تر برید لاندی راغلو . ۷ تنه مړ او ۲۷ تنه زخمیان شول . د مړو په جمله کی زموږ د کورنی ۴ غړی شامل وو . ( لوماند انترنتی سایت . د می ۱۱ ) .   

    مثلث هیوادونه   په ناسم لار روان دی . جګړه په ۸ کاله کی د سیاسی اسلام د پراختیا او د مذهبی عقیدی د رادیکالیزیشن لامل ګرځیدلی ده . د وسلی او جګړی په زور ساتل شوی حکومت خيل باور د خلکو په منځ کی له لاسه ورکړی دی .

   د جګړی په وسیله د ولسونو د وژنی   او د پښتون خوآ د داعیی په سر باندی د یو دول معاملی  په ځای  باید زیاتره  فشار د پاکستان په چارواکو کی په دی مقصد چه د مذهب نه د خپل بهرنی سیاست د یو افزار په توګه کار وانخلی ، واچول شی .

  د هغه په موازاتو کی باید  د پښتون خوآ د سیمه ایز انتخابی حکومت د تینګیدو په مقصد  او د ملی ګرآ اسلامی ګوندونو د پیاوړتیا په موخه يو پلان جوړ شی . د نوموړی پلان په چوکات کی  کولتوری ، تولنیزی ، اقتصادی او مالی مرستی د ملګرو ملتونو له لاری په نیغه محلی حکومت ته وسپارل شی . د پاکستان فوج باید د سیمی نه ووزی او امنیت ملګرو ملتونو قطعاتو یا هغه ملیشیاوته وسپارل شی چه د محلی حکومت او پاکستانی چارواکو له خوآ جوړیږی .