ترکیې او پاکستان پر افغان سوله او نورو بېلو مسائلو خبرې وکړې.

ترکیې او پاکستان پر افغان سوله او نورو بېلو مسائلو خبرې وکړې.


  • 3 کاله دمخه (16/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1566

سمسور (جمعه د وري ۲۷) ترکیې او پاکستان پر افغان سوله او بېلو نورو مسائلو خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې پر مسئلې او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، چې عمران خان په افغانستان کې پر سياسي جوړجاړي ټینګار کړی او ويلي یې دي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ترکیه او پاکستان داسې مهال پر افغان سوله او بېلو نورو مسائلو خبرې کوي، چې امریکا او ناټو له افغنستانه د سرتېرو د وتلو پرېکړه کړې ده.

بل لورته بیا امریکایي چارواکي وایي، واشنګټن له پوځي حضور پرته هم کولای شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.