د پروان مرکز چاریکار د «امام اوبو حنیفه» په نوم ونومول شو

د پروان مرکز چاریکار د «امام اوبو حنیفه» په نوم ونومول شو


  • 1 کال دمخه (16/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 856

سمسور نیوز (۲۵لېندۍ۱۴۰۱) د راپورونو پر اساس، د ا ا سرپرست حکومت د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار نوم، د «امام اعظم ابو حنیفه» په نوم بدل کړی دی.

سرچینې ویلي، چې ا.ا د ځایي خلکو د غوښتنې له مخې دغه نوم بدل کړی دی. 

که څه هم د ا ا حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په یوه ویډیو کې د پروان والي، عبیدالله امین زاده دغه مسئله تائید کړې ده او ویلي یې دي، چې د چاریکار نوم له علمي، فرهنګي او تاریخي پلوه هېڅ ځای نه لري. 

باید وویل شي، چې ا.ا له خپلې واکمنۍ راهیسې د یو شمېر ښوونځیو، لوحو او ځینو بنسټونو نومونه بدل کړي دي.