هلمند او کندهار کې د موسسو په همکارۍ جوړ شوي ټولګي وتړل شول

هلمند او کندهار کې د موسسو په همکارۍ جوړ شوي ټولګي وتړل شول


  • 1 کال دمخه (17/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 724

د ا.ا له لوري په کندهار کې سیمه‌ییز ټولګي تر امر ثاني پورې تړل شوي دی.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته ویلي چې د موسساتو پر ښوونیزو فعالیتونو یو لړ ملاحظات شته، نو ځکه دغه ټولګي تر یو وخته پورې تړلي.

د هغه په خبره، د ښوونځیو تړل کېدل د لنډې مودې لپاره دي او په دې اړه په لوړه کچه هم بحثونه روان دي.

په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنې وزارت له لوري یو خپاره شوي مکتوب کې هم د هملند او کندهار د پوهنې ریاستونو ته امر شوی چې د موسساتو ښوونیز فعالیتونه تر یوې مودې پورې وتړي.

په مکتوب کې راغلي چې د پوهنې وزارت د یادو ولایتونو لپاره یو لوړ رتبه هئیت ټاکلی، ترڅو په دغو ولایتونو کې د موسساتو ښوونیز فعالیتونه وڅېړي او ټول اختلافي مسائل په ولسي کچه حل کړي.

هڅه مو وکړه چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د موسساتو د استازو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو.