د پاکستان له زندانونو ۱۰۰ تنه افغانان خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو ۱۰۰ تنه افغانان خوشې شوي


  • 2 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 39

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو  څخه ۱۰۱ تنه افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. 

دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه کسان د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې تر پنځو ورځو پورې بندیان وو او تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک فرضي کرښه هېواد ته راستانه شوي دي.

په بیان کې لیکل شوي، چې دغه کسان هیواد ته له راستنېدو وروسته د مرستو په موخه مرستندویو سازمانونو ته ورپېژندل شوي دي.

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۹مه هم دغه وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۲۳ تنو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.