ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دآغلې وږمه فضلي دغه شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي:
داراته ښکارې چې په ژوندکې مې اخترجوړوې
راته د مینې بتخانې او سپین مندر جوړوې
چې زه خپل تږی زړه اوبه کړمه دستا په مینه
زما تږې خیال ته کلیواله شین ګودرجوړوې
پښتون وطن دی ما ذ مینی په تورمه رنګوه
ویریږم ګرانه دغمونو سمندر جوړوی
انکاردې اه کړمه دمینی زړه مې مینه غواړې
خوزما دپاره ولې ځانته غم دسرجوړوې
زه خودستا زړه کی هیڅ حق داوسیدو نلرم
دزړه ماڼی راته ته ولې پاس په لمرجوړوې
جانانه زه به ستا دمینی وړتیا ونلرم
مالیونی ته ولې ځان نه قلندرجوړوې
لایقه یې نه خو دستا مینه کی ځان وینمه
ستا دپښو خ اورې یم ته زما نه ولې زرجوړوې
دپاکې مینی پاک احساس نه دې زاریږمه زه
ژوندته مې راشه زما په ژوند کې روڼ سحرجوړوې
شعر:وږمه
په دغه شعر به لیکلې کره کتنه آغلې ندا او سوله نیازۍ وړاندي کوي هیله ده نورې خویندې هم پرې خپل نظرونه ولري.
او دنورو کاري مسلو ترڅنګ دژورنالیزم په کورس کې د مرکو او ګردیو میزونو دپرمخ بیولو دڅرنګوالي دژورنالیزم داخلاقو په اړه معلومات وړاندې کیږي. آغلې نعیمه غني چې دمخه ورته دنده سپارل شوې وه دفخر افغان خان عبدالفغارخان دژوند او مبارزو په اړه خپل لکچر وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په یوه بجه تشریف راوړﺉ.