- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله ارغند
- 1197
په ژمي کې خلک تورې جامې ځکه اغوندي چې تورې جامې ګرمې وي، د لمر شعاعوې جذبوي او سړی ګرم ساتي او په دوبي کې بيا خلک برعکس سپينې جامې ځکه اغوندي چې د لمر شعاعوې منعکسوي او سړی سوړ ساتي، زه فکر کوم اساسي موخه او هدف به مو همدا وي چې په ژمي کې مو تورې جامې ګرم او په دوبي کې مو سپينې جامې ساړه وساتي.
که له تورو او سپينو رنګونو تېر شو، هر رنګ، د رنګونو په روانشناسۍ کې زموږ له روان سره ټينګې اړيکې لري، ځينې رنګونه مو خوښېږي، خو ځينې رنګونه مو نه خوښېږي او حتی له ځينو رنګونو څخه کېدای شي کرکه هم ولرو.
ارواپوهان بيا په دې عقيده دي، کله چې زموږ يو رنګ خوښېږي، د دغې خوښې تر شا حتما يو علت موجود وي.
کېدای شي موږ په ماشومتوب کې له هماغه رنګ نه ښې خاطرې ولرو او يا مو په هماغه رنګ ملبس د ژوند ايډيال ليدلی وي، خو دا چې د ننګرهار پوهنتون محصلين ولې له تورو او سپينو سره زښته زياته مينه لري، زما په اند بايد د دې علت ولټول شي؛ يا خو به همدا محصلين له تورو او سپينو رنګونو سره له ماشومتوب څخه ښې خاطري لري او يا به د ژوند ايډيالونه په دې تورو او سپينو رنګونو کې ويني.
په فارسي کې متل دی، ((خربوزه، خربوزه را ديده، رنګ ميګيرد.)) زه وايم تر دغو فزيکي تورو او سپينو بیرغونو هغه بيرغونه ډېر خطرناک دي چې د دوی په ذهنونو کې رپېږي، تر هغو چې د دوی په ذهنونو کې تور او سپين رنګونه په ((تور، سور او زرغون)) رنګ بدل نه شي، دوی به د بدل اعاشې، ليليې او... په بهانو دا بيرغونه رپوي.
زه وايم که دوی ته ښه اعاشه، اباته او... هم ورکړل شي، بيا به هم تور او سپين بیرغونه د پوهنتونونو مخې ته ورپوي، ځکه د دوی پر ذهن افراطيت حکمراني کوي.
که داسې نه وي، بيا دوی خو ماشومان نه دي چې په ښه او بد يې سر نه خلاصېږي. بيا ولې د هغو ذابحانو مذبوح عملونه نه غندئ، ولې يې قبيح عملونه نه تقبيح کوئ، کټ کټ دلته کوئ، هګۍ هلته اچوئ؛ نه، دا تاسې قصور نه دی، د مطلقې ازادۍ قصور دی چې تاسې ته درکړل شوی ده.
د غفلت له خوبه راويښ شئ! د بيان له ازادي چې د دغه نظام تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده، سوءاستفاده مه کوئ!
اووو د خلافت معتادينو!
د خلافت او امارت نارو جرات چا درکړی؟ د تورو او سپينو بیرغونو رپولو جرات چا دربخښلی دی؟ ته دلته تور او سپين بیرغونه رپوه، خو څوک درته څه نه وايي او هلته د ((تور، سور او زرغون)) بیرغ ساتونکي ذبحه کېږي.
ته دلته د خلافت او امارت نارې وهه، په مکتب او پوهنتون کې بېغمه زدهکړې کوه، د امن په فضا کې خوب کوه او هلته د ملت پر ستوني چړې پڅېږي؛ دې ته وايي حق اوعدالت! يو وار خو قباحت، قباحت ووایئ! تاسې پر خپل ځان ظلمونه کوئ! وما ظلمناهم و لکن کانوا انفسهم يظلمون. ((نحل/۱۱۸))
بايد د دغو محصلينو له تور او سپين رنګ سره پيوند او علاقمندي عادي و نه ګڼل شي، ځکه په تورو کې د سپين او په سپينو کې د تورو رنګونو څرکونه وينو، موږ ته خو په دواړو کې د افراطيت نښې ښکاري.
وايي هغه ځای سوځي چې اور پرې بل وي. وايي: په کوم کلي کې يوې ښځې د يو چا پر زوی وير کاوه ژړا يې نه راتله، خپل مړ شوی زوی ((اسلام الدين)) يې يادوه چې ژړا ورشي.
په دې هېواد کې هم څوک د خلقي توب درد لري، څوک د پرچمي توب، څوک د اخواني توب او څوک د طالب توب او داعشتوب دردونه لري، ډېر کم خلک مو د ملت توب دردونه لري، موږ مشترک دردونه نه احساسوو، مشترک غمونه نه احساسوو، مشترکې ستونزې او دردونه نه احساسوو، ځکه مو دردونه بېل دي او د خپلو دردونو په يادولو سره خپله ژړا راولو.
هغوی چې بېل دردونه لري مشترکې ستونزې بهانه کوي، پر سر تورې او سپينې تکې تړي، تور او سپين بېرغونه رپول غواړي، زه وايم که د مظاهرې موخه يې د ستونزو حلول وي، بيا خو دا مشترکې ستونزې دي، که د ستونزو هوارول مو مطلب وي بيا يې ولې د رسنيو له لارې نه حلوئ؟
تور او سپين بيرغونه ولې رپوئ، خپلې غوښتنې مو هغه د فارسي ژبو په وينا ((پوست کنده)) پر (( بېنرونو)) وليکئ او په صلح امېز ډول لاريون وکړئ، لاريون ستاسې حق دی، د رسنيو له لارې مو غږ تر ارګه ورسوئ.
ارګ ته نارې کړئ، مرګ ته نارې مه وهئ!
سرخط ورځپاڼه