سمسور(سه شنبه د لړم۲۵) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف له امریکا چارواکو سره له لیدنو وروسته ویلي، چې د خپلو ژمنو لپاره د طالبانو هڅې ډېرې کمزورې دي.
ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست سره په لیدنه کې ویلي ، چې روسیه د طالبانو د ژمنو د عملي کولو د تسریع غوښتونکې ده.
د نوموړي په خبره د طالبانو خبرې او عمل له یو بل سره ډېر توپیر لري او دا چاره به د یادې ډلې په رسمیت پېژندنه کې هم د خنډ سبب وګرځي.
دا لیدنه تېره ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو د دريځونو په اړه نیول شوې.
باید یاده شي، چې اوس مهال د نړۍ ګڼ هېوادونه له طالبانو د هغو ژمنو عمل غواړي، چې له دوی سره یې کړې دي.
بل لور ته بیا طالبان وایي، چې دوی د یو اسلامي حکومت په توګه هیڅ وخت د خپلو ژمنو ماتوونکي نه دي.