کندهار کې يو کس ځان ته اور اچولی

کندهار کې يو کس ځان ته اور اچولی


  • 1 مياشت دمخه (20/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 56

 د کندهار په شهیدانو چوک کې یو کس نن (یک شنبه) د ځینو ستونزو له امله پر ځان پټرول پاشلي او اور یې وراچولی دی. 

د راپورونو پر اساس، هغه ځان ته په شهیدانو چوک کې اور اچولی او وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا له دې ځای څخه لېږدول شوی؛ خو تر اوسه یې معلومات د امنیتي ځواکونو لخوا نه دي رسنیز شوي، چې نوموړی یې چېرته لېږدولی او روغتیايي حالت یې څنګه دی.  

که څه هم تر اوسه نه ده معلومه، چې هغه د څه شي له امله ځان ته اور اچولی؛ خو خلک وايي، چې په کندهار کې دا ډول پېښې د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او ځینو نورو ستونزو له امله رامنځته کېږي.