د بیل ګيټس پنځه نصیحتونه د اریزونا پوهنتون په فراغت غونډه کې!

د بیل ګيټس پنځه نصیحتونه د اریزونا پوهنتون په فراغت غونډه کې!


  • 1 کال دمخه (19/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 451

۱) هېڅ کله فکر مه کوئ، چې يو ځل مو کوم کار پيل کړ، نو بايد د ژوند تر پايه يې وکړئ. د خپل مسلک او مسير بدلول هېڅ بده خبره نه ده.

۲) فراغت د پوهنتون پای دی، خو د زدکړې پای نه دی. ضرور نه ده، چې په هر شي پوه اوسئ، خو ضرور ده، چې په دې پوه اوسئ، چې نه پوهېږئ.

۳) د ملګرتيا ځواک ته هیڅ کله په ټيټه سترګه مه ګورئ. هغه ملګري چې د څنګ په څوکۍ کې درسره ناست وي، ممکن ستاسو د راتلونکي شرکت شريک‌بنسټګر مو وي.

۴) هغه کار وکړئ، چې يوه مهمه ستونزه هواروي. دا د بهترين کار انرژي درکوي، نوښت او خلاقيت مو را ويښوي او د ډېر څه لپاره مو هڅوي.

۵) ضرور نه ده، چې په کار، کار او کار خپل ځان او ژوند خوار کړئ. هیڅ بده نه ده، چې دمه وکړئ، خپلې برياوې ونمانځئ، خپلې کورنۍ ته وخت ورکړئ او خوند واخلئ.