قانون شته خو په چایې مني ؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میاهدایت الله محمدي
  • 1245

د قانون پلي کول او مراعت کول د یو ملک سیاسی ،اقتصادی ،تاریخی او نظامی چاري په مخ بیایې . او دقانون په تصویب کولو سره چې څومره د ملک خنډونه او مشکلات وی ټول له منځه ځي د کوم ملک چې قانون ضعیف او یا صحیح نه وی هغه به تر اخره پوری خراب او له پښو ولیدلی ملک وی ولي پدی چې په ملک کښې دننه هر فصله او هر کار باید د قانون له مخي وشي وقتیکه چې قانون نه وی او یا هم څوک قانون ته نظر ونه کړی او د قانون احترام ونکړی نو ملک خو څه کوی بلکی د هغه هیواد ټول خلک هم له یو مشکل سره ګرفتار کیږی او بیا نشی کولای چې د هغه خنډ او مشکل څخه ځان اوباسي .
نو په هیواد کښې چې د هیواد ټولو اړخونو ته که هغه د خلکو مشکلات وی او که د حکومت خنډونه وی د ټولو کارونو نګهبانی صرف او صرف قانون کولای شی او موږ هم کولای شو چې د ملک هر فیصله او مشکل ترین کار د قانون له مخي حل او د نجات لاره یې پیدا کړو .
خو متاسفانه پدی وخت کښې هسي یو نوم د قانون پاتي دی او دقانون په عملي کولو کښې نه یوازې حکومت پاتی راغلې بلکی ټول خلک دقانون په نه عملي کولو کښې پاتی راغلې دي او نه غواړي چې خپل مشکل او خنډ په قانونی توګه حل او رفعه کړی .
نو د ننی مشکلاتو او ربړونو یواځینی لامل د قانون بی احترامی او قانون ته په سپکه سترګه کتل دی دا چې نن په پاکستان او خواو شا نورو ګاونډیو هیوادونو کښې نظام دومره خراب دی وجه د قانون نه عملی کول او قانون نه مراعت کول دي که فکر وکړو هر ملک خپل اساسی قانون لری او هر ملک کولای شی چې خپل ځان ته قانون جوړ کړی مګر خبره دا ده چې قانون تطبیق کړی او قانون ته د هغه ملک عوام په درنه سترګه وګوری که موږ د جهان په سطحه افغانستان او پاکستان ته ځیر شو نوپه اوسنی وخت کښې د دی دواړو ملکونو حالات مخ په خرابیدو روان دی او ورځ تر بلي د وحشت او بربریت هنګامی اوریدل کیږی .
دا ولې او په څه ؟
په دې خاطر چې څوک قانون نه عملی کوي که چیرته اول د دغو ملکونو امنیتي چارواکي په پوره اخلاص او د زړه له کومی خپله دنده په پوره ایمانداری سر ته ورسوي نو هیڅ مشکل به نه وی بل که چیرته د دهمدغو ملکونو عوام د خپل ملک قانون ته احترام او درناوی ولری او قانونی اوامروته یی لبیک ووایی نو نه یواځی د ملک د ترقۍ او پیشرفت سبب بلکی د عوامو د ژوند د سوکالی اوارامتیا لامل به هم وګرځي.
مګر افسوس چې قانون هر چیرته شته خو په چا یي مني ؟
زه یوه ورځ د کوره څخه د ښار په طرف روان وم کله چې ښار ته ورسیدم نو یو څو قدمه پیاده د سړک په غاړه روان وم ناګهانه یو د تورو شیشو تور موټر مې تر څنګ په دومره تیزي او چټکي سره تیر شوچې ما ویل لاړم وي وړم او زړه مې بوټ وخوت خو ماته یي څه نقصان راونه رساوه مګر ښه ؤ چې مخکښې ترافیک هم ولاړ ؤ او د ترافیکو تر څنګ د پولیسو یو موټر هم ولاړ ؤ ترافیکو دغه تور موټر ته د دراولو اشاره وکړه موټر یي یو څنګ ته ودراوه او موټروان ته یي د راکوزیدو اشاره وکړه زما هم ورته زړه ډېر ډک ؤ او لږ نږدي ورغلم کله چې موټروان له موټره راښکته شونو له واره سره یي ترافیکو ته په سپکو سپورو شروع وکړه . او ورته یي وویل چې تاسي ړانده یې نمبر پلیټ نه وینی زه د فلانکی ناظم زوی یم نو ترافیک مخکښې له دې چې د هلک نوری سپکی خبرې له خولې راونه وځی په اوږه یي لاس ورته کیښود او ورته یي وویل چې خان صیب خفه نشي زمونږ هیڅ فکر نه ؤ چې تاسی یاستی .
نوهماغه ؤ چې هلک بیا موټر ته کیناست او په ډېر تیز رفتارۍ له دغه ځای څخه تیر شو نو ما په زړه کښې وویل چې که چیرته دغه ترافیک ته سبا بل کوم د تورو شیشو موټر رامخکښې شي او یا کومه غلطي وکړی نو آیا دغه ترافیک به دا جرات ولری چې دغه موټر ودروی او کنه ؟
همداسي په بار بار شویدی چې ترافیکو کوم لوکس موټر د کومې غلطی په وجه دراولی وی او هغه موټرواله د کومي رتبي او یا هم عام سړی وي نو ترافیک ته یي ډېرې سپکي سپور ویلي دي . چې آیا ته نمبر پلیټ نه وینی ؟ آيا ته ما نه پیژني ؟
نو ترافیک واله به څنګه زړه ښه کړی چې ائنده کښې به بل داسی موټر ودروی او یا هم خپله دنده په پوره ایمانداری سره سرته ورسوی . نو ځکه نن سبا چې دنړۍ دا حالات څومره مخ په خرابیدو روان دی صرف اوصرف د قانون نه مراعت کول او قانون ته په درنده سترګه نه کتلو وجه ده . که چیرته موږ قانون ته احترام ولرو نو هیڅ مشکل به نه وی او قانون ته په احترام لرلو سره به نه یواځی زمونږ ژوند ارام اوسوکاله وی بلکی زموږ د ملک د ترقۍ او پیشرفت سبب هم جوړیدلی شي څو ورځی مخکښې په پېښور کښې پرله پسی دوه بمی چاودنې وشوی او بیا وروسته حکومت اعلان وکړ چې په اسلحه او د تورو شیشو موټرو پابندی شروع شوه مګر بیا هم چې ګورو د تورو شیشو موټر په هر روډ زیات لیدل کیږی .
دا څه وجه ده چې مونږ قانون قانون وایو مګر د قانون په عملی کولو کښې پاتې راغلي یو نو یواځینی کار چې د ملک هر اړخیزه نګهبانی کوي او دخلکو د ارامتیا ، سوکالی او پور امن زندګی سبب کیږی .صرف اوصرف قانون ته په درنده سترګه کتل دي که چیري په یو ملک کښې قانوني چارې ښې وي او دهیواد ټول خلک قانون ته احترام ولری نو هیڅکله به دملک حالات خراب نشي او نه به دملک د زوال سبب شي خو که چیري قانون وی او هر سړی وايي چې قانون شته بلکل قانون شته او احترام ورته لرو مګر بیا یي عملی کوی نه ! نو لری نه ده چې د ټول ملک نظام به خراب او د ملک د زوال سبب به شي او قانون ته په درنده سترګه نه کتل به نه یواځی دملک چارې خرابي کړي بلکی ټول عوام او رعیت به هم له ستر خنډ اومشکل سره مخ شي.