د چین ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي او همکاري زیاتوي.
د چینايي رسنیو د راپورنو له مخې، شي جین پینګ تېره ورځ د شانګسي دوه ورځنۍ سرمشریزې په پایې کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپآره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هڅې زیاتوي.
شي جین پینګ ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د یو ګډ میکانیزم د رامنځته کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
په دې ناسته کې چې د چین، قزاقستان، قرغزستان، ازبیکستان، تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو ګډون کړی وو، ژمنه شوې چې له نړۍ والې ټولنې سره یوځای به د افغانستان د بیا رغوونې لپاره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې چین په افغانستان کې خپله لېوالتیا زیاته کړې ده.